سرپل کې اته ترهګر طالبان ووژل شول

jamil-moi
پنجشنبه ۱۳۹۸/۸/۲ - ۸:۱۶
t

تېره شپه امنيتي او دفاعي ځواکونه د سرپل لويې لارې اړوند په کورک مغل کلي کې له ترهګرو طالبانو سره نښتي، چې په پايله کې يې اته ترهګر طالبان وژل شوي دي.
پدې نښته کې امنيتي ځواکونو ته کوم زيان ندى اوښتى او د ترهګرو طالبانو پنځه عرادې موټرسايكلونه هم د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.