سرپل او ننګرهار کې شپږ تنه د ۲۷۰ کیلوګرامه نشه يي توکو د قاچاق په تړاو ونیول شول

hakimi-moi
دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۳ - ۱۶:۱۵
1

د سرپل ولایت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو تېره ورځ د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې پینځه تنه د ۱۳۲ کیلوګرامه هیرویینو او ۵۳ کیلوګرامه ښيښې د ساتنې او لېږدونې په تړاو نیولي دي.
بلخوا؛ د ننګرهار ولایت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو هم د دوه جلا عملیاتو په پایله کې ۷۰ کیلوګرامه چرس کشف او ترلاسه کړي دي. همدارنګه د جلال اباد ښار د نهمې ناحیې په بریکاب سیمه کې هم یو کس د ۱۵ کیلوګرامه تریاکو د قاچاق په تړاو نیول شوی دی.