ستر امنیتي معین غزني ولایت ته سفر وکړ

د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین سترپاسوال عبدالصبور قانع د ملي امنیت د عمومي ریاست له مرستیال جنرال عبادالله عباد سره یو ځای د غزني ولایت د امنیتي وضعیت د ارزونې په پار دې ولایت ته سفر کړی دی.
د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین د دې سفر په لړ کې د سیمه ییزو او امنیتي چارواکو سره په امنیتي غونډه کې د یاد ولایت امنیتي ستونزې او ننګونې وارزولې.
سترپاسوال عبدالصبور قانع همداراز د بېلو ناستو په ترڅ کې چې د غزني ولایت د امنیه قومندانۍ له مسوولینو سره یې درلودې، د یادې قومندانۍ ستونزې، د اکمالاتو کچه او د پولیسو احضارات یې له نږدې کتلي او ارزولي دي.
ښاغلي قانع د غزني ولایت امنیتي چارواکو ته په مرکز او ولسوالیو کې د امنیت د ټینګښت، له ترهګرۍ او جنايي جرمونو سره د مبارزې برخو کې لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې او په اړونده برخو کې یې د ملي پولیسو د منسوبینو د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه.