ستر امنیتي معین د کونړ ولایت د امنیتي وضعیت د ارزونې په پار یاد ولایت ته سفر وکړ

jamil-moi
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۸ - ۹:۵۵
7

د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین سترپاسوال عبدالصبور قانع د کونړ ولایت د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه دې ولایت ته سفر وکړ.
ستر امنیتي معین د کونړ ولایت له امنیتي مسوولینو سره د لیدنې په ترڅ کې د دې ولایت  د امنیتي وضعیت د ارزونې سربېره، د پولیسو د عملیاتو د بهیر چارې هم وارزوې او مسوولینو ته یې د امنیتي وضعیت د لا ښه والي په موخه لازمې سپارښتنې وکړې.
سترپاسوال عبدالصبور قانع د کونړ پولیسو منسوبینو چارې د پاملرنې وړ یادې کړې او دوی ته یې لارښوونه وکړه، چې د امنیت د ټینګښت، د جرمونو پر وړاندې د مبارزې او د قانون د تنفیذ په برخو کې خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي.
د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین کونړ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د پولیسو هغه منسوبین چې په خپلو دندو کې یې وړتیا ښودلې وه، ستایلي دي.