ستر امنیتي معین د کابل مساجدو امنیتي کمېټې غړو سره ګډه ناسته وکړه

jamil-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۴/۳۱ - ۱۳:۱
7

په دغه کتنه کې د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین سترپاسوال عبدالصبور قانع د کابل مساجدو امنیتي کمېټې غړو ټولې ستونزې واورېدې او ډاډ یې ورکړ چې د مساجدو خوندي امنیت ټينګښت په موخه به ټول امنیتي ځواکونه د مساجدو خوندي امنیت او د عاشورا ورځې نمانځنې په موخه بشپړ امنیتي چموتوالی ولري.
دغه راز امنیتي معین د کابل مساجدو امنیتي کمېټې له غړو وغوښتل چې دوئ دې د ټولو مناسبتي ورځو د نمانځلو په موخه یو منظم پلان ترتیب او د کابل امنیه قوماندانۍ سره دې شریک کړي څو د یادو ورځو د نمانځلو پرمهال له ترافیکي ستونزو او ښاري واټونو د ګڼې ګوڼې څخه مخنیوی وشي.