ستر امنیتي معین د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو عملیات وستایل

د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین سترپاسوال عبدالصبور قانع نن د ولایتونو له امنیه قوماندانانو سره د یوې ویډیویي غونډې له لارې د امنیتي وضعیت او عملیاتو د څرنګوالي په پار وکتل.
سترپاسوال عبدالصبور قانع د ملي ولایتي قطعو روانې او همدارنګه ترسره شوې چارې وارزولې او دوی ته یې د ترورېزم او جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې په برخو کې لازمې لارښوونې وکړې.
د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د هېواد له ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو سره یو ځای د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو سرښندنې او عملیات وستایل او زیاته یې کړه، چې هر هغه ترورېستي ډله چې د خلکو او نظام پر وړاندې وسله پورته کوي، ویې ځپي.