زرګونه دانې نشه یي تابلیت او چرس په خوست کې کشف شول
خوست ولایت امنیه قومندانۍ د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو، د یو لړ کشفي عملیاتو په ترڅ کې، ۶ زره ۳۷۰ دانې نشه یي تابلېت، ۳ زره ۲۰۰ دانې کا تابلېت، ۲ زره ۸۷۰ دانې زیکپ او یوه اندازه چرس تر لاسه کړي.
د یادې پېښې په تړاو ۷ تنه د دوه عرادو موټرو سره نیول شوي دي.