زابل کې ۵ ترهګر طالبان وژل شوي او ۴ نور ټپيان دي
تېره ورځ امنیتي او دفاعي ځواکونو د زابل ولایت د مرکز کلات ښار په "صیفو فقیر او رازي" کلیو کې یو لړ چاڼیز عملیات ترسره کړي.
د دې عملیاتو په ترڅ کې ۵ ترهګر طالبان وژل شوي او ۴ نور ټپيان شوي دي.
پهدې عملیاتو کې د ترهګرو طالبانو ۱۰ عرادې موټرسایکلونه، ۲ پايې مخابرې، یو شمېر وسلې او چاودېدونکي توکي هم د امنیتي او دفاعي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
هېره دې نه وي چې پهدې عملیاتو کې امنیتي او دفاعي ځواکونو ته کوم زیان نهدی اوښتی.