زابل کې ۱۷ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
تېره شپه پولیسو د زابل ولایت په شاه جوی، اټغر او ارغنداب ولسوالیو کې ترهګرو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې.
د شاه جوی ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د ملي پولیسو او ترهګرو طالبانو تر منځ نښته کې پنځه ترهګر طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
همداراز په اټغر او ارغنداب ولسوالیو کې هم د ملي پولیسو او ترهګرو طالبانو تر منځ په مخامخ جګړه کې دوه ترهګر طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.
د یادونې ده چې پدې نښتو کې پولیسو ته کوم زیان ندی اوښتی.