زابل کې څلورو ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

تېره ورځ د زابل ولایت د شاه جوی ولسوالۍ په کجیرخېل او باران خېلو سیمو کې د ملي پولیسو او ترهګرو طالبانو ترمنځ نښته رامنځته شوې.
د یادې نښتې په ترڅ کې یو ترهګر طالب وژل شوی او درې نور ټپيان شوي دي.
د یادونې ده چې په دې نښته کې د ترهګرو طالبانو دوه عرادې موټرسایکلونه او د چاودېدونکو توکو یو شمېر مهمات هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.