زابل کې پينځه ترهګر طالبان وژل شوي او پينځه نور نیول شوي

د زابل ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د هېواد له دفاعي ځواکونو سره یوځای د شینکۍ ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د ترهګرۍ ضد یو لړ ګډ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې پينځه ترهګر طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي.
همداراز پولیسو د زابل ولایت په شهرصفا ولسوالۍ کې هم د ځینو عملیاتو په پایله کې د ترهګرو طالبانو پينځه کلیدي غړي نیولي دي.
یادو کسانو د دولتي کارکوونکو د ترور په ګڼو قضیو او د ترورېستي بریدونو په سازماندهي کې لاس درلود.