زابل کې له دوه خونړیو پېښو مخنیوی شوی

تېره ورځ پولیسو د زابل ولایت په شهرصفا ولسوالۍ کې له دوه ماین چاودنو مخنیوی کړی دی.
ترهګرو طالبانو د شهر صفا ولسوالۍ په اړوند سیمو کې دوه کړۍ د پرسونل ضد ماینونه ځای پر ځای کړي وو، چې له چاودنې مخکې د پولیسو لخوا کشف او له منځه یوړل شول.