زابل کې دوه تنه د ۱۵ ټُنه نشه‌يي توکو د قاچاق په تړاو ونیول شول

hakimi-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۲/۱۶ - ۱۶:۱
3

نن سهار د زابل ولایت د امنیه قومندانۍ له نشه‌يي توکو سره د مبارزې منسوبینو دوه تنه د نشه‌يي توکو له ۱۵۰۰۰ کیلو‌ګرامه ملحقاتو سره یو‌ځای نیولي دي.
یادو کسانو ۱۵ ټُنه د بنګو تخم په یو عراده بېنز ډوله موټر کې ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې د زابل له شاه‌جوی ولسوالۍ څخه یې کندهار ښار ته ولېږدوي، چې موخې ته له رسېدو مخکې د مرکز کلات ښار په دخولي دروازه کې د پولیسو د تلاشۍ په ترڅ کې کشف او ترلاسه شوي دي.
د نیول شویو کسانو نسبتي دوسیې به تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته وسپارل شي.