زابل کې دوه تنه د نشه يي توکو د پلور په تړاو ونیول شول

تېره ورځ د زابل ولایت د امنیه قومندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو په مرکز کلات ښار کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې دوه تنه د نشه يي توکو د پلور په تړاو نیولي دي.
له یادو کسانو څخه یو شمېر نشه يي توکي د هیرویینو، ښيښه، تریاکو او چرسو له ډوله هم کشف او ترلاسه شوي دي.
نیول شوي کسان اوسمهال تر لازیاتو څېړنو او ګروېږنو لاندې دي.