زابل ولایت مقام د نوې اداري ودانۍ د پرانیستې مراسم ترسره شول
د زابل ولایت مقام د نوې اداري ودانۍ د پرانیستې مراسم د کورنیو چارو وزارت د لومړي مرستیال، الحاج مولوي محمد نبي عمري، د عامه ساتنې معين مولوي سعیدالله حماس، د وزارت مقام د دفتر لوی رئیس مولوي زینالله عابر، د تامینایي چارو معین حاجي وزیر حقاني، د کورنیو چارو وزارت د تعمیراتو لوی رئیس مولوي عنایت الله رشید ، د زابل ولایت والي، امنیه قوماندان، سیمهییزو مسؤولینو او ګڼ شمېر میلمنو په حضور کې ترسره شول.
د مراسمو په ترڅ کې د زابل ولایت مسؤولینو د کورنیو چارو وزارت له رهبرۍ څخه د ولایتونو د بیارغونې، د اداري ودانیو د جوړولو او د امنیتي بنسټونو د پیاوړتیا په برخه کې د دوامدارو هڅو له امله مننه او قدرداني وکړه، او دا ډول پروژې یې د خلکو د خدمتونو د ښه والي لپاره مهم ګام وباله.
د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال، الحاج مولوي محمد نبي عمري، په خپلو خبرو کې وویل چې د اسلامي امارت د رهبرۍ په ځانګړې پاملرنې او د کورنیو چارو وزارت په هڅو د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د بیارغونې او آبادۍ چارې په چټکۍ سره روانې دي.
نوموړي زیاته کړه چې وزارت به د امنیتي بنسټونو د ظرفیت لوړولو، د اداري ودانیو د معیاري کولو او د هېواد په ټولو سیمو کې د عامه خدمتونو د لا ښه کولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي، څو د هېوادوالو اړتیاوو ته په غوره توګه رسېدنه وشي.
په پای کې د نوې اداري ودانۍ د پرانیستې په ترسره کېدو سره، مسؤلینو یاده پروژه د زابل ولایت د امنیتي او اداري چارو د لا منظمېدو او د خلکو د خدمتونو د کیفیت د لوړولو په برخه کې یو مهم پرمختګ وبلو.