زابل او خوست کې څلور تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو ونیول شول

jamil-moi
شنبه ۱۳۹۹/۶/۸ - ۱۴:۲۰
8

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو په زابل او خوست ولایتونو کې د دوه بېلو اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې څلور تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له ډلې؛ د زابل ولایت په مرکز کلات ښار کې درې تنه له "۱۵" کیلوګرامه هیرویینو "۲۵" کیلوګرامه ښيښه او "۵۹" کیلوګرامه تېزابو او همدارنګه د خوست ولایت په دوه منده ولسوالۍ کې هم یو کس د ۲۴ کیلوګرامه چرسو د قاچاق په تړاو نیول شوي دي.
د نیول شویو کسانو نسبتي دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.