زابل، پکتیا او غزني کې له اتو ماین چاودنو مخنیوی شوی

hakimi-moi
شنبه ۱۳۹۹/۱/۲۳ - ۸:۵۲
01

د زابل، پکتیا او غزني ولایتونو د امنیه قومندانیو منسوبینو د ترهګرو لخوا د اتو کړیو ځای پر ځای شویو ماینونو له چاودنې مخنیوی کړی دی.
له دې منځه ترهګرو د زابل ولایت په شهرصفا ولسوالۍ کې دوه کړۍ ماینونه، د پکتیا ولایت د روحاني بابا ولسوالۍ پر لویه لار څلور کړۍ ماینونه او د غزني ښار په اړوند سیمو کې دوه کړۍ ماینونه د ترورېستي بریدونو په هدف ځای پر ځای کړي وو، چې له چاودنې مخکې د پولیسو لخوا کشف او له منځه یوړل شول.