د 1401 مالی کال ضرورت وړ لکچر نوټونو چاپ او 86 جلده دینی کتابونو خریداری د تعلیم او تربیه قوماندانی او لس ګونی تربیوی مراکزو لپاره
Publish Date
Closing Date
د داوطلبۍ شمېره : MOI1401-G-0023
د کورنیو چارو وزارت ټولو د شرایطو وړ داوطلبانو ته بلنه ورکوي تر څو د 1401 مالی کال ضرورت وړ لکچر نوټونو چاپ او 86 جلد دینی کتابونو خریداری د تعلیم اوتربیه قوماندانی او لس ګونی تربیوی مراکزو لپاره د تړون پروژې په داوطلبۍ پروسه کې ګډون وکړي او د اړونده چاپ شوې شرطپاڼې یو کاپي د کورنیو چارو وزارت تدارکاتو ریاست څخه ترلاسه کړي،د تدارکاتو قانون،کړنلارې او شرطپاڼه کې د ذکر شویو شرایطو سره سم د خپل آفرونه په سرتړلي توګه د خبرتیا د نېټې له خپرولو څخه تر 21 تقویمي ورځو پورې د کورنیو چارو وزارت تدارکاتو ریاست ته چې دکابل نړیوال هوایي ډګر په ۸۰ متره سرک موقعیت لري وړاندې کړي،ناوخته رسیدلی او انټرنیټي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د أفر پرانیستلو غونډه د آفرونو د تسلیمۍ مودې له پاي ته رسیدو سره سم په کورنیو چارو وزارت تدارکاتو ریاست کې دایرېږي.
نوټ: د خبرتیا او شرطپاڼې په مندرجاتو کې د هر ډول توپیر په صورت کې د شرطپاڼې مندرجات د اعتبار وړ دي.