د ۱۴۰۲ کال لپاره د کورنیوچارو وزارت په نوې قرارګاه کې د یو باب خبازی په کرایه ورکول چې مساحت یې((43.65m2
Publish Date
Closing Date
د داوطلبۍ شمېره (۰۰۰1)
د کورنیو چارو وزارت ټولو د شرایطو وړ (حقیقي او حقوقي ) داوطلبانو ته بلنه ورکوي تر څو د پورته یاد شوي جایداد په مزایده داوطلبۍ پروسې کې ګډون وکړي او د اړونده چاپ شوې شرطپاڼې یو کاپي د کورنیو چارو وزارت تدارکاتو ریاست څخه ترلاسه کړي،د اجاره اخیستلو او اجاره ورکولو د کړنلارې او په شرطپاڼه کې د ذکر شویو شرایطو سره سم د خپل آفرونه په سرتړلي توګه د خبرتیا د نېټې له خپرولو څخه تر ۲۱ تقویمي ورځو پورې د کورنیو چارو وزارت تدارکاتو ریاست ته چې دکابل نړیوال هوایي ډګر په ۸۰ متره سرک موقعیت لري وړاندې کړي،ناوخته رسیدلی او انټرنیټي آفرونه د منلو وړ نه دي.
همدارنګه د آفر تضمین په نقدی ډول د منلو وړ دی چې (۵،۰۰۰) پنځه زره افغانۍ کېږې، او د آفر پرانیستلو غونډه د آفرونو د تسلیمۍ مودې له پاي ته رسیدو سره سم په کورنیو چارو وزارت تدارکاتو ریاست کې دایرېږي.
نوټ: د خبرتیا او شرطپاڼې په مندرجاتو کې د هر ډول توپیر په صورت کې د شرطپاڼې مندرجات د اعتبار وړ دي.