د ۱۳۹۸ ولسمشرۍ ټاکنو د امنیت ساتنې په تړاو د امنیتي او دفاعي ځواکونو ګډه اعلامیه

rahimzai_moi
پنجشنبه ۱۳۹۸/۷/۴ - ۱۶:۰
غ

د ۱۳۹۸ ولسمشرۍ ټاکنې د ولسي نظام له بنسټونو دي او د افغانستان په ټولو خلکو پورې اړه لري.
د تېرو ۱۸ کلونو په لړ کې افغانانو له مشروع لارې د ټاکنو په پروسه کې په خپل ګډون سره د خپل سیاسي زعامت د ټاکلو په وسیله د افغانستان د جمهوري نظام ستنې غښتلې کړې او دا امر چې د دېموکراسۍ او ولسواکۍ په برخو کې له لویو لاسته راوړنو شمېرل کېږي؛ په ډېرو قربانیو ترلاسه شوی دی. په تېرو نږدې دوه لسیزو کې هېوادوال د رای ورکونې صندوقونو ته ورغلي او خپل برخلیک یې د هغه څه پر خلاف ټاکلی، کوم چې ترهګرو یې هیله درلوده.
د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه د (۱۳۹۸ تلې ۶) ولسمشرۍ ټاکنو امنیت ساتنه خپله دنده بولي، چې د دې لپاره یې له تېرو اتو میاشتو له خپلو ټولو امکاناتو، پلان جوړونې او غوڅو عملیاتو استفاده کړې او د هېواد په ګوټ - ګوټ کې یې ترهګر ځپلي او د ټولو هغه خنډونو او ننګونو په وړاندې درېدلي، کوم چې ترهګرو غوښتل له هغې په استفادې د ټاکنو ملي پروسې په وړاندې خنډ جوړ کړي او دا تدابیر به د ټاکنو ملي پروسې تر پایه دوام ولري.
که څه هم پدې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې امنیتي او دفاعي ځواکونو دښمن ځپلی؛ خو بیا هم دښمن کوښښ کوي چې د خپلو پوچو تبلیغاتو په خپرولو سره د خلکو په منځ کې وېره او ډار رامنځته کړي او د دوی د تشویش لامل شي.
زموږ امنیتی او دفاعي ځواکونو د ټاکنیزو کمپاینونو د څه باندې ۲۰۰ غونډو د امنیت ساتنې په برخه کې وښوده، چې ترهګر یوازې د خلکو په منځ کې د وېرې ګنګوسې خپروي او بل هېڅ هم نشي کولای. امنیتی او دفاعي ځواکونو د ځمکې او هوا له لارې د ټاکنو ټول لازم حساس او غیرحساس مواد د هېواد نږدې او لرې پرتو سیمو ته لېږدولي او له تېرې ورځې راهیسې د هېواد په کچه د لومړی درجه امنیتي احضاراتو امر ورته شوی دی.
د افغانستان د اسلامي جمهوري د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو مشرتابه یو ځل بیا په مرکز او ولایتونو کې خپلو ټولو قدمو ته لارښونه کوي، څو د دښمن ټول هغه خوځښتونه چې د دې ملي پروسې د ګډوډولو لپاره ترسره کېږي، شنډ کړي.