د ۱۱ ترهګرو طالبانو د وژل کېدو سربېره؛ له ۴۵ ماین چاودنو مخنیوی شوی
د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه ښار د لسمې امنیتي حوزې او همدارنګه د ناوې ولسوالۍ په اړوند سیمو کې ۱۱ ترهګر طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.
د ځینو ترهګرو جسدونه هم د جګړې په ډګرونو کې پاتې شوي او همداراز د طالبانو ۴۵ کړۍ ماینونه هم د امنیتي ځواکونو له لوري کشف او شنډ شوي دي.
د یادونې وړ ده چې په دې نښتو کې د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته کوم زیان ندی اوښتی.