د ۱۰ ولایتونو څخه ۳۲ تنه د جنایي جرمونو په تور نیول شوي

د کورنیو چارو وزارت منسوبینو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد د لسو ولایتونو څخه ۳۲ تنه د غلا، غیرقانوني وسلو وړلو، قاچاق او نورو جنایي جرمونو په تور نیولي دي.
په دې ډله کې اته تنه د کاپیسا، شپږ تنه د جوزجان، پنځه تنه د نیمروز، څلور تنه د غزني، درې تنه د هرات، دوه تنه د سرپل او څلور نور تنه د کنر، بغلان، لوګر او بلخ ولایتونو څخه نیول شوي دي.