د (۰۸۶) شمېرې امر
د (۰۸۶) شمېرې امر
۱۳۹۷/۱۱/۷
د هېواد د اساسي قانون د ۱۵۳ مې مادې او د جزايي کوډ د ۴۱۵ مې مادې پر بنسټ، د ملي پولیسو د مسلح قواوو منسوبین د دندې پر مهال نشي کولای سیاسي فعالیت ولري، نو له دې کبله لارښوونه کېږي:
د کورنیو چارو وزارت چارواکي د دې وزارت د سرپرست (د کورنیو چارو وزیر) له اجازې پرته نشي کولای د سیاسیونو سیاسي دفترونو یا استوګنځي ته ورشي او یا دا چې په سیاسي غونډو کې ګډون وکړي؛ که چېرې دا غونډې د رسنیو تر پوښښ لرې هم وي.