د کوچني اختر ورځې د هیواد په ګوټ ګوټ کې د امن په فضا کې تر سره شوې

moi-af
شنبه ۱۴۰۴/۱/۱۶ - ۱۰:۵۷
شیبشسیب

د هیواد ملي پولیسو د نورو امنیتي ځواکونو سره په ګډه، په خپل فعاله شتون د هیواد په جوماتونو، عمومي سیمو او تفریح ګاو کې، امنیت په سم ډول نیولی وو او له نیکه مرغه چې هیڅ امنیتي پېښه رامنځ ته نشوه.
د امنیتي ځواکونو په هڅو، هیوادوالو د روژې مبارکه میاشت او د اختر ورځې په پوره خوښی د خپلو خپلوانو او عزیزانو په خوا کې ولمانځلې.
محلي مسوولینو هم په بیلابیلو ولایتونو کې، د ولس سره په جلا جلا لیدنو کې، دوی ته د اختر مبارکي ویلې او پر ملي یووالي، ورورولۍ، د امنیتي ځواکونو او د اسلامي نظام پر حمایت یې تاکید کړی.
دغه راز ولسونو هم د هیواد په ګوټ ګوټ کې د روژې مبارکې میاشتې او اختر په ورځو کې د امنیتي ځواکونو د امنیت نیولو له امله مننه کړې  .