د کونړ ولایت نظامي او ملکي مسوولينو او کارکوونکو ته نوی ټاکل شوی امنیه قوماندان ور وپېژندل شو. ‬

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۴ - ۹:۲۶
sffsf

‫مولوي ضیاءالحق "حامد" د کورنیو چارو وزارت له راغلي پلاوي، د نیمروز ولایت والي، د کنړ مرستیال والي او د کاپیسا امنیه قوماندان لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې د ياد ولايت د علماوو په ګدون مسوولینو او کارکوونکو ته د امنیه قوماندان په توګه رسماً معرفي شو او په دنده يې پیل وکړ.‬

‫د کنړ ولایت نوي ټاکل شوی امنیه قوماندان چې تر دې وړاندې یې د لوګر، کاپیسا او تخار ولایتونو د امنیه قوماندان په توګه دنده ترسره کړې، د خپلو خبرو په ترڅ کې یې اطاعت او یووالی د افغانستان د اسلامي امارت د بریالیتوب مهم راز وباله او ژمنه یې وکړه، چې ولس ته به د خدمت جوګه وګرځي.