د کورنیو چارو وزیر په پکتیا کې د پاکستان پوځ د وروستي برید د قربانیانو له ورثې سره وکتل
د کورنیو چارو وزیر قدرمن خلیفه سراجالدین حقاني، د پکتیا ولایت د څمکنیو ولسوالۍ هغې سیمې له خلګو سره ولیدل چې د پاکستان پوځ د وروستي برید له امله پکې ګڼ شمېر عام هېوادوال شهیدان او ټپیان شوي وو. نوموړي د قربانیانو له کورنیو او ورثې سره وکتل او هغوی ته یې د ژورې خواخوږۍ او غمشریکۍ مراتب وړاندې کړل.
د یادې غمیزې د قربانیانو د کورنۍ یوه غړي وویل، د دې برید ټول قربانیان ملکي وګړي دي چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.
دغه راز، د دې لیدنې پر مهال قومي مشرانو او مخورو د اسلامي امارت له لوري د ترسره شویو مرستو مننه وکړه، له زیانمنو کورنیو سره یې د نورو مرستو غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه چې هغه ټپیان، چې لا هم د درملنې لپاره په روغتونونو کې بستر دي، باید روغتیايي وضعیت ته یې جدي پاملرنه وشي.
قدرمن خلیفه سراجالدین حقاني د شهیدانو ارواحو ته د مغفرت دعا وکړه، ټپیانو ته یې د عاجلې روغتیا هیله څرګنده کړه او ډاډ یې ورکړ چې له زیانمنو کورنیو سره به هر ډول لازمې مرستې وشي.