د کورنیو چارو وزیر په مشرۍ، د دغه وزارت له مرستیالانو، رییسانو او جنرالانو سره ګډه امنیتي غونډه ترسره شوه.

superadmin
چهارشنبه ۱۳۹۷/۹/۷ - ۱۵:۵۵
moi

یاده ګډه امنیتي غونډه چې د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک، په مشرۍ د دغه وزارت مرستیالانو، رییسانو او د ویډيو کنفرانس له لارې د ولایتونو امنیه قومندانانو په ګډون جوړه شوې وه، لومړی د کورنیو چارو وزیر د هېواد وروستي امنیتي وضعیت د څېړنې په موخه د ملي پولیسو ستونزو ته په اشارې سره وویل، د ولایتونو ټول امنیتي مسوولین باید د پولیسو ستونزو ته رسیدګي وکړي او له دې وروسته ټول اړونده مسوولین مسوول دي، چې په امنیتي غوڼدو کې ورسپارل شوي مسوولیتونو د عملي کار کولو راپور راتلونکو غونډو ته وړاندې کړي.

د کورنیو چارو وزیر په یاد وزارت کې د فساد پر وړاندې په جدي مبارزې ټينګار وکړ ویې ویل،"د پولیسو په ټولو ادارو کې په ځانګړې توګه په ولایتونو کې دې د فساد پېژندنې او د مخ نیوي په موخه استخباراتي او کشفي ارګانونه په ګډه سره کار وکړي او ټول هغه کسان دې په نښه کړي کوم چې په فساد ککړ دي څو موږ یې له دندو ګوښه او پرځای یې وړ او مسلکي کدرونه ځای پرځای کړو."

ښاغلي برمک د پېژنتون رییس ته سپارښتنه وکړه، چې تر راتلونکو دوه اونیو پورې دې د ټولو متقاعدینو لېست جوړ او ټول هغه منسوبین چې د تقاعد وخت یې پوره دی باید تقاعد شي او له سیستم څخه ووځي.

وروسته د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین ستر پاسوال اختر محمد ابراهیمي د میدان وردګو، غزني، زابل، ارزګان، خوست، لغمان، بدخشان، تخار، سمنګان، غور او فاریاب ولایت له امنیه قومندانانو سره د ویډيو کنفرانس له لارې خبرې وکړې او د دوی ستونزې او مشکلات یې واورېدل.

ښاغلي ابراهیمي د ولایتونو امنیه قومندانانو ته جدي سپارښتنه وکړه چې د هرډول فساد پروړاندې مبارزه، د پولیسو په لیکو کې د فساد کلک مخ نیوی، د پرسونل دقیقه ارزونه، د امنیتي پوستو ارزونه، د ټولو پخوانیو وسلو او تجهیزاتو اسناد برابرول، د ټول پرسونل بايومیټریکول، د پولیسو له لیکو د مشکوکو افرادو ګوښه کول، امنیتي ټولیو او کنډکونو ته د غیرې مسووله کسانو تګ راتګ مخ نیوی او د کورنیو چارو وزارت مشرتابه له لارښوونې پرته د قومندانانو له لوري د پرسونل تعییناتو او بدلونونو په اړه لازمې او جدي سپارښتنې وشوې.

د غونډې په پای کې د ټولو ولایتونو امنیه قومندانانو د کورنیو چارو وزارت له مشرتابه مننه وکړه، چې د ولایتونو ټولې اړینې ستونزې یې واوریدې، قومندانانو ژمنه وکړه چې د خپلو خلکو د خوندي امنیت په موخه به د افغانستان د خلکو او خاورې دښمنانو سره د ژوند تر وروستیو سلګیو پورې جنګیږي او هیچاته به اجازه ورنه کړي چې د هېواد امنیتي وضعیت خراب کړي.