د کورنیو چارو وزیر په افغانستان کې د ترکيې له سفیر سره ولیدل

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۳۰ - ۹:۱۸
بس


نن ماسپښين مهال د کورنیو چارو وزیر الحاج خلیفه سراج الدین حقاني حفظه الله د ترکيې له سفیر ښاغلي جهاد ارګینای او ورسره مل هئيت سره ولیدل.
په دې لیدنه کې لومړی د کورنیو چارو وزیر د ترکيې هیواد له بشري مرستو مننه وکړه او ترکيه هیواد يې د مسلمانانو خواخوږی وباله.

ترکي سفیر د کورنیو چارو له وزیر څخه په هیواد کې د ترکانو د امنیت ساتلو له امله د مننې ترڅنګ وویل: ترکان له افغانانو سره تاريخي اړيکې لري او افغانانو د ترکانو سره د آزادۍ په مبارزه کې مرسته کړې.
نوموړي وويل:  موږ هغه مهال دلته د افغانانو د مرستې لپاره پاتې شوو چې ټول هیوادونه ووتل او خپلې ديپلوماتيكې ادارې يې وتړلې.
جهاد ارګینای زیاته کړه: زموږ بیلابیلې مرستندویه ادارې په افغانستان کې د افغانانو سره په مرسته بوختې دی چې له ډلې يې ترکي سره مياشت، تیکا دی همدا راز افغان معارف د ترکيې د لوړو زده کړه موسسه هم افغانانو ته د زده کړو په چمتو کولو کې مهم رول لوبولی.

ښاغلي خلیفه صیب زياته کړه: هغه کسان چې د اسلامي امارت څخه ویره لري او ترکيې هیواد ته تللي هغوي دې د اسلامي امارت د عامې عفوې څخه ګټه پورته کړی او دوست هیواد ترکیه دې هیواد ته د هغوي په راستنولو کې مرسته وکړي چې ترکي سفیر ډاډ ورکړو چې هیواد به يې د افغانستان د اسلامي امارت پر ضد هيڅ خوځښت ته اجازت ورنکړي. 
کورنیو چارو وزیر همدا راز د ترکيې له سفیر څخه وغوښتل چې افغان يتيمانو د زده کړو لپاره په افغان معارف کې ځانګړې سهمیه ورکړي او د افغان یتیمانو لپاره تعليمي بورسونه ورکړي چې ترکي سفیر په دې برخه کې د مرسته ډاډ ورکړو.