د کورنیو چارو وزیر محترم خلیفه سراج الدین حقاني، ١٤٠٣ لمریز کال کې د کانکور ازموینې ۱۰ تنه مخکښ ګډونوال وستایل.

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۹ - ۱۰:۳
سبسب

نن له غرمې مخکې د کورنیو چارو وزارت سرپرست محترم خلیفه سراج الدین حقاني د عمومي کانکور ازموینې ١٠ تنه غوره زده کړیالان، د هغوی ښوونکي او د کورنۍ غړو سره مجلس و کړ او و یې ستایل.

خلیفه صاحب د یادو مخکښو ګډونوالو بریا د ټول ملت ویاړ او خوښي وبلله او د هېواد په هره برخه کې يې خوندي او ډاډمنه فضا د هېواد د پرمختګونو سرچينه یاده کړه. 
محترم حقاني وویل: هره برخه کې د علم او پوهې حاصلولو موخه باید داسلامي او ملي ارزښتونه ننګه او دفاع وي.

خلیفه صاحب د عصري او دیني زدکړو تر منځ واټن د اشغال موخه او دسیسه وګڼله او ویې ویل چې ددې دسیسې د خنثی کیدو لپاره به ټول په ګډه کار کوو.

خلیفه صاحب ځوانانو ته په خطاب کې وویل: "د خپلو اسلامي او ملي ارزښتونو په کلکه ساتنه وکړئ، له سیاسي لومو او اختلافي مسایلو څخه ځانونه لري وساتئ، د زده کړو پر وخت خپل هدف ته ډېره پاملرنه وکړئ؛ ترڅو د دین او هېواد خدمت جوګه شئ".
دغه راز د یادې آزموينې مخکښو ګډونوالو د هغوی ښوونکو او والدینو د دغې ستاینې او هڅونې په موخه د کورنیوچارو له رهبرۍ څخه مننه وکړه او اسلامي امارت له مشرانو یې وغوښتل چې د پوهنې په برخه کي، لا ملاتړ وکړئ.

په پای کې خلیفه صاحب له دغو ۱۰ تنو غوره زده کونکو ته یو شمېر ډالۍ هم ورکړې.