د کورنیو چارو وزیر قدرمن خلیفه سراج الدین حقاني د روسیې فدراسیون د ولسمشر له ځانګړي استازي ښاغلي ضمیر کابلوف سره وکتل.
په دې لیدنه کې د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د اسلامي امارت هڅې او لاستهراوړنې وستایل شوې او په هېواد کې د مخدره موادو اړوند د ملګرو ملتونو د راپور د محتوا په اړه د اسلامي امارت دریځ څرګند شو.
همداراز د سيمهییز وضعیت د شته ستونزو په حل او د خبرو اترو په اهميت بحث وشو.