د کورنیو چارو وزیر د چین له سفیر وانګ یو سره ولیدل

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۲۶ - ۱۵:۳۷
rwtg


نن له غرمې وروسته د کورنیو چارو وزیر الحاج خلیفه سراج الدین حقاني حفظه الله د چین هیواد له سفیر ښاغلي وانګ یو سره لیدنه وکړه.
د چین سفیر په لومړي سر کې د کورنیو چارو له وزیر څخه مننه وکړه چې هغه ته یې د ليدنې فرصت ورکړ. وروسته نوموړي د خپل هیواد د مرستو یادونه وکړه او زیاته يې کړه: 
چین هیواد د نورو هیوادونو په خلاف غواړي ټولې بشري مرستې د اسلامي امارت له لارې توزیع او لا هم دې لړۍ ته دوام ورکوي.
ښاغلي وانګ یو وویل:
افغانان حق لري چې په خپل هیواد کې د خپلې خوښې او په خپلو ديني کلتوري ارزښتونو ولاړ نظام جوړ کړي او چین هیواد ژمنه کوي چې د افغانستان په داخلي چارو کې به لاسوهنه نه کوي.

د چین سفیر زياته کړه: د تیرو شلو کلونو تجربې زموږ مخې ته پرتې دی او موږ له نړیوالو غواړو چې افغانان پریږدي د خپلې خوښې حکومت جوړ کړي او هڅه ونه کړي چې په افغانانو پردۍ مفکورې وتپی ځکه افغانان د پرديو مفکورو سره حساسیت لري.

ښاغلي وانګ وویل:  د تیرو شلو کلونو د ټولو ستونزو پړه د امریکا په غاړه ده نو بايده ده چې په افغانستان کې رامنځته شوي بشري ناورین مسئوليت هم امریکا په غاړه واخلي او د افغانانو سره مرسته وکړي او هم ېې کنګل شوې شتمنې يې ورخلاصه کړي.
ښاغلي سفیر همدا راز د کورنیو چارو له وزیر څخه غوښتنه وکړه چې د دوحې تړون په اساس باید افغان خاوره د هیچا په ضد ونه کارول شي چې چین هیواد له افغان حکومت همدا تمه لري.
ښاغلي سفیر په امريکا نیوکه وکړه چې غواړي په اقتصادي بنديزونو د خپلې ماتې غچ له افغانانو واخلي نوموړي زیاته کړه: امریکا په افغانستان کې ټولشموله حکومت، د بشر حقونه، د میرمنو حقونه، د بیان ازادي، د بهانې په توګه کاروي چې د چین هیواد غواړي د افغانانو ديني او کلتوري ارزښتونو ته په درناوي د افغانانو سره کار وکړي ترڅو دوي په پښو ودريږي. 
د کورنیو چارو وزیر د چین هیواد د سفیر د هرکلي ترڅنګ د چین هیواد  له بشري مرستو څخه مننه وکړه او غوښتنه يې وکړه چې چین هیواد دې د افغانانو سره په دې حساسو شرایطو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
کورنیو چارو وزیر وویل: چین هیواد دې د افغانستان حکومت سره د نظام په رسمیت پيژندنه کې مرسته وکړي  او هم يې ټينګار وکړ چې اسلامي امارت هغه ژمنې عملي کړي چې د نړۍ او ګاونډيو هيوادنو سره يې کړي چې د افغانستان خاوره به د هیچا پرضد نه کارول کيږي.