د کورنیو چارو وزیر د چین له سفیر سره وکتل
د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزیر قدرمن خلیفه سراج الدین حقاني د چین جمهوریت له سفیر ښاغلي ژاوشینګ سره په کتنه کې د دغو دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو په پراختیا خبرې وکړې.
په دې ناسته کې د سیمې هېوادونو اړوند مسایلو کې د چین د هڅو یادونه وشوه او ټینګار وشو چې افغانستان د عمومي ثبات غوښتونکی دی او تمرکز يې د خپلو ستونزو په هواري او د ولس په هوساینه دی.