د کورنیو چارو وزیر د ولس استازو پوښتنې ځواب کړې

hakimi-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۹ - ۱۷:۲۳
1

د کورنیو چارو وزیر محمدمسعود اندرابي نن سنا مجلس ته ولاړ او هلته یې د هېواد په ځانګړې توګه د کابل ښار د امنیتي وضعیت په اړه د مجلس غړو ته معلومات وړاندې کړل.
د کورنیو چارو وزیر د سولې په روانو خبرو کې د لا زیات امتیاز ترلاسه کولو په پار د ترهګرو طالبانو له لوري د تاوتریخوالي د زیاتېدو سربېره وویل، چې طالب ترورېستي ډلې د جګړې په ډګرونو کې تر ماتو وروسته د ملکي خلکو وژلو ته مخ اړولی، چې د دوی دا عمل جنګي جنایت دی او د ټولو اسلامي او بشري ارزښتونو خلاف عمل دی.
محمدمسعود اندرابي وویل، چې دې ترهګرې ډلې هوډ درلود، څو د هېواد ځینې لوی ښارونه تر خپلې ولکې لاندې راولي، چې تر درنو تلفاتو وروسته یې په هدفي وژنو، د مقناطیسي او سړک غاړې ماینونو په ځای پر ځای کولو لاس پورې کړی، چې عام او بېګناه خلک یې له امله قرباني کېږي.
ښاغلي اندرابي څرګنده کړه، چې د ترورېستي شبکو د له منځه وړلو په پار چې په هدفي وژنو او د ماینونو په خښولو کې نقش لري، عملي اقدامات ترسره شوي او یو شمېر غړي یې د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي هم دي.
د کورنیو چارو وزیر د سنا مجلس غړو ته د دوی ځینو نورو پوښتنو ته هم چې د پولیسو د تشکیل د څرنګوالي او همدارنګه د متقاعدو منسوبینو ننګونو ته د رسېدنې په تړاو وې، معلومات ورکړل.