د کورنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له استازي هيئت سره وکتل

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۱/۵ - ۱۰:۱


نن ماسپښين مهال د کورنیو چارو وزیر الحاج خلیفه سراج الدین حقاني حفظه الله په افغانستان کې  د ملګرو ملتونو له استازي هيئت سره لیدنه وکړه.
د هيئت په ترکیب کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي خاص استازې میرمن دیبورا لاینز او د سرمنشي د خاص استازي معین رامیز الاکبروف او د اوچا د دفتر مشرې میرمن ایسابیل موسارد کارلسن ګډون درلود.
په لومړیو کې میرمن لاینز د کورنیو چارو له وزیر څخه مننه وکړه چې په افغانستان کې يې د ملګرو ملتونو د کار کونکو امنیت ټينګ کړی ورسره یې زیاته کړه: خوشبختانه نړیواله ټولنه په دې قانع شوې چې باید د افغانانو سره د بې وزلۍ او فقر په له منځه وړلو کې کومک وشي.
کورنیو چارو وزیر استازي هئيت ته ډاډ ورکړ چې کورنیو چارو وزارت به په ټول هیواد کې د ملګرو ملتونو د دفترونو او کار کونکو امنیت ټينګ کړي.