د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د روسیې له ځانګړي استازي سره ولیدل!

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۴ - ۱۱:۳۷
asdfa

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د روسیې فدراسیون د افغانستان لپاره د ولسمشر ځانګړي استازي، ضمیر کابلوف او په کابل کې د روسيې سفير دميتري ژيرنوف سره ولیدل.
 دواړو لوریو د افغانستان او سیمې پر امنیتي، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو، همداراز د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وکړې.

خلیفه سراج الدین حقاني د افغانستان په اړه د ماسکو وروستي اقدامات وستايل او دا يې د افغانستان د سیاسي واقعیتونو د منلو لور ته یو مهم ګام وباله. همداراز، دواړو خواوو د ډیپلوماټیکو اړیکو لوړول او سفارتي کچې ته رسول، او د متقابل تعامل، امنیتي او تجارتي همکاریو ژمنې وکړې.