د کورنیو چارو وزیر الحاج خلیفه سراج الدین حقاني په مشرۍ د وزارت رهبري غونډه ترسره شوه

نن چهار شنبه د کورنیو چارو وزیر الحاج خلیفه صاحب سراج الدین حقاني په مشرۍ د کورنیو چارو وزارت په مقام کې د رهبرۍ مجلس ترسره شوه. یاد مجلس چې د وزارت مقر دننه ترسره شوه د وزارت معینانو، رییسانو او د بېلابېلو ریاستونو مسؤلینو پکې ګډون کړی و، چې د امنیتي موضوعاتو سربېره په ګڼ شمېر نورو مهمو او ټولنيزو موضوعاتو په اړه هر اړخيزې خبرې وشوې.
غونډه د کاري راپور په وړاندې کولو سره پیل شوه، وروسته مسؤلینو په وار سره د خپلو چارو په اړه معلومات او کاري راپورونه وړاندې کړل.
د غونډې په پای کې، د کورنیو چارو وزیر الحاج خلیفه سراج الدین حقاني صاحب ټینګار وکړ چې د خلکو فردي او ټولنیز امنیت د ټینګښت لپاره باید لا زیاتې هڅې وشي او د هېواد په کچه د پولیسو ټول ځواکونه باید د ولس او خلکو لپاره ریښتیني خدمت وړاندې کړي او د ولس د اعتماد ترلاسه کولو په موخه بايد پوره هلې ځلې وشي چې د ولس او پوليس ترمنځ هېڅ نوع واټنونه رامنځته نشي.