د کورنیو چارو وزارت ۵۰ منسوبین له مسلکي زده کړو فارغ شول

د کورنیو چارو وزارت د مخابرې او ټیکنالوژۍ لوی ریاست د ښوونې او روزنې مدیریت اړوند ۵۰ تنه منسوبین له مسلکي زده کړو تر بشپړېدو وروسته فارغ شول. د فراغت مراسم د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ترسره شول.
په غونډه کې د یاد ریاست نظامي مرستیال مل پاسوال انجینر عزیزالرحمن صلاح الدین د وینا پر مهال د فارغانو ژمنتیا او مسلکي پرمختګونه وستایل او له هغوی یې وغوښتل چې خپلې زده کړې په عملي ډګر کې وکاروي. همداراز، یو شمېر نورو ویناوالو هم خبرې وکړې او د مراسمو په پای کې فارغینو ته د فراغت بری لیکونه ورکړل شول.