د کورنیو چارو وزارت په وړاندیز او د ریاست الوزرا د حکم پر اساس مولوي عبدالحکیم همت آخندزاده د پولیسو اکاډمۍ د نوي قومندان په توګه وټاکل شو.

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۲۶ - ۱۱:۱۸
cfvgb


هغه پرتمینه غونډه چې په همدې موخه په یاده قومندانی کې جوړه شوې وه، د کورنیو چارو وزارت د دفتر لوی رییس الحاج پاسوال مولوي زین الله عابر، د پولیسو اکاډمی پخواني قومندان او یو شمیر نورو مسوولینو او منسوبینو ګډون درلود.
لومړی پوهنیار پاسوال شیخ نظر محمد شینواري میلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ تغیر او تبدیل په نظام کې یو اصل وباله.
وروسته د کورنیو چارو وزارت د دفتر لوی رییس د پخواني قومندان له ښو کړنو قدرداني وکړه او نوي ټاکل شوي قومندان ته یې په چارو کې د لا بریا هیله وکړه.
په پای کې نوي ټاکل شوي قومندان هم خبرې وکړې او مسوولینو ته یې د ښوونیز نظام د لا پیاوړتیا په برخه کې ډاډ ورکړ ویې ویل چې په ټول توان به د چارو د لا ښه پرمختګ په برخه کې بې دریغه هلې ځلې وکړي.