د کورنیو چارو وزارت ټرافیک پولیسو ته نوي عصري موټرونه وسپارل شول

moi-af
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۴:۹
sadfasf

د کورنیو چارو وزارت د ټرافیکو پولیسو لوی ریاست ته د ترافیکي نظم د لا پیاوړتیا او د ښارونو په کچه د خدماتو د ښه والي په موخه یو شمېر نوي او عصري موټرونه چمتو او رسماً وسپارل شول.
دغه موټرونه چې د ټرافیک پولیسو د ځانګړي رنګ، نښان او عصري تجهیزاتو درلودونکي دي، د ښاري او لویو لارو پر سر د ټرافیکي نظم د تأمین، د پېښو د مخنیوي او  خلکو ته د چټکو خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې به اغېزمن رول ولوبوي.
د ټرافیک پولیسو مسؤلینو وویل، چې د نويو وسایطو په ورکړې سره به د ټرافیکي قوانینو د تطبیق کچه لوړه، د پېښو پر وخت د پولیسو رسېدنه چټکه او د ولس باور نور هم پیاوړی شي.