د کورنیو چارو وزارت نشه یي توکو سره د مبارزې مرستیال لوي پاسوال ملا عبدالحق آخند همکار په خپل کاري دفتر کې د ملګرو ملتونو د UNODC ټولنې د کابل د دفتر رئیسې میرمن انوباسود او مل پلاوي سره وکتل .
ښاغلي همکار له اغلې انوباسود څخه په هیواد کې د کروندګرو لپاره د بدیل معشیت، روږدو کسانو د درملنې او دوی ته د کارموندلو په هکله د همکارۍ غوښتنې ترڅنګ وویل، چې په ټول هیواد کې د نشه یي توکو د له منځه وړلو کمپاین دوام لري او تر اوسه یې په هیواد کې نږدې ټولې نشه یي کروندې له منځه وړي دي.
میرمن، انوباسو ژمنه وکړه، چې د کروندګرو لپاره به د بدیل معشیت او روږدو کسانو د روغتیا په برخه کې به پوره همکاري وکړي.