د کورنیو چارو وزارت نشه یي توکو سره د مبارزې مرستیال د سمنګان له والي سره وکتل

په سر کې د سمنګان والي ملا شعیب رسالت په یاد ولایت کې د کوکنارو د کښت مخنیوي، د نشه یي توکو قاچاق او پلور او د بې کوره روږدو د راټولولو او درملنې په اړه معلومات وړاندې کړل.
وروسته نشه یي توکو سره د مبارزې مرستیال الحاج لوی پاسوال ملا عبدالحق همکار په یاد ولایت کې نشه یي توکو سره د مبارزې او ترسره شویو فعالیتونو ستاینه وکړه او د ځینو لارښوونو ترڅنګ یې دوی سره د هر ډول همکاریو ژمنه وکړه.