د کورنیو چارو وزارت له لوري د کونړ امنیې قوماندانۍ ته ۸۳ نوي موټرسایکلونه وسپارل شول

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۴:۴۸
asfddf

د کورنیو چارو وزارت د هېواد د امنیتي ارګانونو د پیاوړتیا، د خدماتو د چټکتیا او د ولس د لا ښه خوندیتوب په موخه، د کونړ ولایت امنیې قوماندانۍ ته ۸۳ نوي موټرسایکلونه په واک کې ورکړل. دغه وسایط نن دوشنبه د کونړ په امنیې قوماندانۍ کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د یاد ولایت ځانګړو امنیتي مسؤلینو او منسوبینو ته وسپارل شول، څو په کارولو سره یې په سیمه کې سیارې ګزمې لا پیاوړې، پر لویو لارو امنیتي حضور منظم او په لرې پرتو او غرنیو سیمو کې د جرمي پېښو د مخنیوي او د خدماتو وړاندې کولو په برخه کې د ځواکونو وړتیاوې او مورال نور هم لوړ شي.