د کورنیو چارو وزارت سرپرست په کابل کې د چین له سفیر سره وکتل

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۸ - ۱۰:۳
سببب

د کورنیو چارو وزارت سرپرست، محترم خلیفه سراج الدین حقاني، په کابل کې د چین له سفیر ښاغلي ژاو شینګ سره وکتل.

په دې کتنه کې د چین سفیر د کورنیو چارو وزارت له رهبرۍ څخه د چینایي پروژو، ډیپلوماتیکو او مېشتو چینايي اتباعو لپاره د امنیت د برابرولو په خاطر مننه وکړه او د دغه وزارت په دوامداره همکاریو یې خوښي وښووه.

په دې کتنه کې دواړو لورو پر سیمه‌ییز ثبات، د امنیتي او تخنیکي همکاریو پر دوام او د دوه‌اړخیزه اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.