د کورنیو چارو وزارت سرپرست په بلخ ولایت کې د ملي پولیسو ځانګړي ځواکونه د ترهګرو د ځپلو له کبله وستایل

hakimi-moi
پنجشنبه ۱۴۰۰/۴/۳ - ۱۵:۳۱
۱

د کورنیو چارو سرپرست وزیر جنرال عبدالستار میرزکوال د هېواد شمالي ولایتونو ته د خپل سفر په دوام نن د بلخ ولایت د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه یاد ولایت ته سفر کړی دی.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست په بلخ ولایت کې د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو قوماندانۍ په ښوونیز مرکز کې د ۱۵۰ تنو ځانګړو ځواکونو په فراغت غونډه کې ګډون وکړ او د دوی د ترهګرۍ ضد له فعالیتونو یې ستاینه وکړه.
ښاغلي میرزکوال د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو قوماندانۍ ځواکونه حرفوي او پیاوړي وبلل او له دوی څخه یې د کورنیو چارو وزارت د مشرتابه د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړ.