د کورنیو چارو وزارت سرپرست له سیاسي او نظامي شنونکو سره وکتل

jamil-moi
شنبه ۱۴۰۰/۱/۷ - ۱۶:۱
6

د کورنیو چارو وزارت سرپرست حیات الله حیات په خپل کاري دفتر کې له متقاعدو جنرالانو، د نظامي چارو له کارپوهانو او همدارنګه سیاسي شنونکو سره وکتل.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست د یاد وزارت د اصلاحي برنامو د غوره تطبیق په برخه کې د نظامي کارپوهانو او متقاعدو جنرالانو نقش د پام وړ یاد کړ او له دوی څخه یې وغوښتل څو د کورنیو چارو وزارت له مشرتابه سره د پولیسو د فعالیتونو په لا ښه‌والي کې مرسته او همکاري وکړي او په اړونده برخو کې خپل لیدلوري شریک کړي.
حیات الله حیات ډاډ ورکړ چې ملي پولیس به د امنیت د ټینګښت او د قانون د تنفیذ په برخو کې د نوموړي بشپړ ملاتړ ولري او له دې ځواکونو څخه به د زورواکو او قانون ماتوونکو پر وړاندې غوڅ ملاتړ وکړي.
په همدې حال کې؛ د نظامي چارو کارپوهانو او سیاسي شنونکو هم د کورنیو چارو وزارت له سرپرست سره د دې کتنې په ترڅ کې نوموړي ته د مبارکۍ ترڅنګ د کورنیو چارو وزارت له تازه مشرتابه سره د هر ډول همکارۍ ټټر ووهو او د وزارت د اصلاحي برنامو د تطبیق په برخه کې یې د هر اړخیزې سلا مشورې ډاډ ورکړ.