د کورنیو چارو وزارت سرپرست قدرمن خلیفه سراج الدین حقاني په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له سفیرې آغلې رافایلا یودیچه سره وکتل.
آغلې یودیچه د امن د دوام او افغانانو ته د ښې راتلونکې هیله څرګنده کړه.
قدرمن خلیفه صاحب افغانانو سره د آغلې رافایله خواخوږي د قدر وړ وبلله او ویې ویل: افغانان ویاړمن خلک دي، په حاکم امن او د اسلامي نظام تر سیوري لاندې به ښه راتلونکې ولري. موږ به هم خولې تویې کړو، سختې به وزغمو او د پرمختګ په مسیر کې به واقع شو.