د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر، محترم خلیفه سراج الدین حقاني، د غزني ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې د شهیدانو په یاد جوړه شوې ستره ولسي او فرهنګي غونډه کې ګډون وکړ.
دغه ولسي او فرهنګي غونډه د غزني ولایت د شهیدانو د یاد په پار ترسره شوه، چې ګڼ شمېر ولسي خلکو، دیني عالمانو او سیمهییزو مشرانو پکې ګډون کړی و.
محترم خلیفه صاحب یادې غونډې ته د وینا پر مهال د اشغال پای ته رسېدو لپاره د غزني، په ځانګړې توګه ګیلان ولسوالۍ د خلکو قربانۍ وستایلې. په وينا يې له دې سیمې څخه ډېر استشهادي او مجاهد ځوانان راټوکېدلي چې د هېواد د آزادۍ لپاره یې بې سارې قربانۍ ورکړې دي.
خلیفه صاحب د جهادي بهیر د لومړیو سختو ورځو یادونه وکړه او د استشهاديانو قربانۍ یې د اوسني اسلامي نظام د بریا او آزادۍ بنسټ وګاڼه. نوموړي ټینګار وکړ چې د حاکم اسلامي نظام بقا او پرمختګ د ولس په ګډ کار او همکارۍ پورې تړاو لري.
محترم حقاني افغانان یو متحد ولس وګاڼه او د اسلامي او ملي ارزښتونو د ساتنې په موخه یې د یووالي پر اړتیا ټینګار وکړ. هغه زیاته کړه چې اسلامي نظام د ټولو افغانانو ګډه شتمني ده او د دې نظام د دوام لپاره د هر وګړي هڅې اړینې دي.
نوموړي مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه چې له نرمۍ او اعتدال څخه کار واخلي، د عدالت او برابري پر بنسټ له ولس سره چلند وکړي او د خلکو ستونزې په پوره اخلاص او ژمنتیا حل کړي.