د کورنیو چارو وزارت سرپرست د روسیې فدراسیون له سفیر سره وکتل

د کورنیو چارو وزارت سرپرست محترم خلیفه سراج الدین حقاني کابل کې د روسیې هېواد له سفیر دیمیتري ژیرنوف سره وکتل.
ښاغلي حقاني دې ليدنه کې د روسیې او افغانستان ترمنځ د همکاريو پر دوام، د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختيا او د دواړو هېوادونو تر منځ د امنیتي اړیکو پر پياوړتيا ټینګار وکړ.
دواړو لورو افغانستان او سيمه کې پر روان وضعيت هم خبرې وکړې.