د کورنیو چارو وزارت سرپرست د ترانسپورتي ټولنو له استازو سره وکتل

hakimi-moi
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۴ - ۱۹:۲۱
1

د کورنیو چارو وزارت سرپرست حیات الله حیات نن په خپل کاري دفتر کې د ترانسپورتي ټولنو له ځینو استازو سره وکتل او د دوی ستونزو ته یې د رسېدنې او همدارنګه پر لویو لارو د غیرقانوني باج اخیستنو د مخنیوي په پار ډاډ ورکړ.
د ځمکني ترانسپورت د انسجام شورا مشر طلا محمد اتمانزي په دې وروستیو کې د لویو لارو پر مسیر د راغلو اصلاحاتو په تړاو خوښي وښوده او د کورنیو چارو وزارت له سرپرست څخه یې د لویو لارو پر مسیر د لا زیاتو اصلاحاتو او پاملرنې غوښتنه وکړه.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست د لویو لارو پر مسیر د اصلاحاتو له اړخه ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې له دې وروسته هر هغه کس چې پر باج اخیستنې او غیر مسلکي چلند لاس پورې کړي - پر وړاندې به یې قانوني جدي چلند ترسره شي. 
ښاغلي حیات د لویو لارو پر مسیر د لا زیاتو اصلاحاتو او شته ستونزو ته پر رسېدنې ټینګار وکړ او لارښوونه یې وکړه، څو په لومړي ګام کې په مرکز او وروسته بیا په ولایتونو کې هم ګډه کمېټه جوړه شي، څو پر لویو لارو شته ستونزو او ننګونو ته بېړنۍ رسېدنه وکړي. 
نوموړي د ترافیکي سرغړونو په برخه کې د تعرفې د ورکړې په موخه د یوه روڼ سیستم پر جوړېدو هم ټینګار وکړ. 
هېره دې نه وي، چې څه موده مخکې د لویو لارو ۱۳۵ تنه امنیتي منسوبین او د کابل دروازو ۵۱ تنه موظفین د غیرقانوني باج اخیستنې په تړاو نیول شوي او د لا زیاتو څېړنو او ګروېږنو په پار اړونده بنسټونو ته ور پېژندل شوي دي.