د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین په مشرۍ، د دغه وزارت له مرستیالانو، رئیسانو او جنرالانو سره ګډه امنیتي غونډه ترسره شوه.
یاده ګډه امنیتي غونډه چې د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین ستر پاسوال اختر محمد ابراهیمي په مشرۍ د دغه وزارت مرستیالانو، رئیسانو او د ویډيو کنفرانس له لارې د ولایتونو امنیه قوماندانانو په ګډون جوړه شوې وه لومړی د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین د هېواد وروستي امنیتي وضعیت څېړنې په موخه د ملي پولیسو لاسته راوړنې وستایلې ویې ویل، زموږ اتلو امنیتي او دفاعي ځواکونو په ځانګړې توګه د پولیسو ځانګړو قطعاتو بیداره او زړورو منسوبینو له لورې په تېرو دوه اونیو کې د دښمن (۳) تنه تش په نوم والیان او (۱۲) تنه مهم او کلیدي قوماندان وژل شوي چې په یادو تلفاتو سره دښمن ته سخت او درانه زیانونه اوښتي دي.
ښاغلي ابراهیمي د ولایتونو ستونزو ته په اشارې سره وویل، د ولایتونو ټول امنیتي مسوولین باید د پولیسو ستونزو ته کلکه رسیدګي وکړي او له دې وروسته ټول اړونده امنیتي مسوولین مسوول دي چې په امنیتي غوڼدو کې ورسپارل شوو مسوولیتونو د عملي کار کولو راپورونه راتلوونکو غونډو ته وړاندې کړي.
د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین وویل:"دا چي د افغانستان د سولې او ثبات دښمنان هڅې کوي څو د سولې پروسه ناکامه کړي خو ولسمشر او وسله وال پوځ اعلی سر قوماندان د سولې پروسې په مخ بیولو کې پوره جدي دی او له تاسې څخه مې جدي غوښتنه دا ده چې د ټولو هغه تروریستي شبکو پروړاندې چې د سولې پروسې د ناکامولو په موخه خپل ترهګریز بریدونه ترسره کوي د هغوئ پروړاندې خپلو عملیاتونو ته لا دوام ورکړئ.
ښاغلي ابراهیمي د ولایتونو له امنیه قوماندانانو څخه وغوښتل چې د خپل پرسونل موجودي وکړي او ټول هغه پرسونل، تجهیزات او وسایط چې له یو شمېر وکیلانو او سیمه ییزو مشرانو ته په خدمتي توګه ورکړل شوي وو بېرته راټول او راپور دې د کورنیو چارو وزارت مقام ته وسپاري.
په دې غونډه کې د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین ستر پاسوال اختر محمد ابراهیمي د ولایتونو د امنیه قومندانانو ستونزې او ننګونې واورېدې او اړوند چارواکو ته یې د حل لارو د موندلو په موخه بېړنۍ سپارښتنې وکړې.
د دې ترڅنګ؛ ښاغلي ابراهیمي د یو شمېر ولایتونو د پرسونل د اپس سیسټم په بشپړېدو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې په اپس سیسټم کې د پرسونل شاملېدل، له ځنډ پرته د دوی د حقوقو او امیتازاتو د ورکړې لامل کېږي.
د غونډې په پای کې د ټولو ولایتونو امنیه قوماندانانو د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین څخه مننه وکړه چې د ولایتونو ټولې اړینې ستونزې او مشکلات یې واوریدل، قوماندانانو ژمنه وکړه چې د خپلو خلکو د خوندي امنیت په موخه به د افغانستان د خلکو او خاورې دښمنانو سره د ژوند تر وروستیو سلګیو پورې جنګیږي او هیچاته به دا اجازه ورنه کړي چې د هېواد امنیتي وضعیت خراب کړي.